نه ستړی کېدونکی مبارز

نه ستړی کېدونکی مبارز

ليکنه: ډاکټر احسان الله درمل

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې په هشنغر کې د بورې او کاغذ دوه ميلونه ول چې زرگونو کارگرانو پکې کار کاوه. د یوه ميل د کارگرانو مشر اشرف غمگين او د بل میل د کارگرانو مشر محبوب پاچا و، چې دواړه شاعران او ليکوال ول. دوی سره ملگري شول او د کار و مزدورۍ تر څنگ يې د یوه بل نوا ته هم غوږ نېوه. وروسته محبوب پاچا د چای وړوکی څپر هوټل پرانېست او په همدې هوټل کې د هنشغر پښتو ادبي ټولنه جوړه شوه. په دې وړه او ساده ټولنه کې د هنشغر د زرغونې او شاعرانه سيمې گڼ لوی شاعران او ليکوال لکه غني خان، اشرف مفتون، ډاکټر محمد اعظم اعظم، اکرام الله گران، اشرف غمگین، ودود هشنغری، قمر نړيوال، محبوب پاچا او نور را ټولېدل چې هر یوه يې پښتو ادب او سياست ته لويې بخښنې کړې دي.

ارواښاد محبوب پاچا تر شيرعلي پاچا وروسته د مزدور کِسان پارټۍ مشر و چې ټول ژوند يې د غريبو او ځپليو پرگنو د حقوقو ننگې ته ځانگړی کړی و. هغه له خپل انقلابي تصور او سياسي لارې سره د مينې او وفا په نمط تر پایه وادۀ و نه کړ او ويل به يې چې ما له خپلې خاورې سره رشته کړې ده. محبوب پاچا نن د شاوخوا اتيا کلنۍ په عمر وفات شو او په مردان کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په جنازه گڼو لويو ليکوالو، شاعرانو او سياسيونو خبرې وکړې او د محبوب پاچا لاره او نه ستړې کېدونکې مبارزه يې د را روانو نسلونو لپاره سرمشق وگڼله.

زموږ تاريخ که د وږيو، تږیو، سړيخورو او خونخوارو گڼې کيسې لري، د ريښتينو مبارزينو او وطنپرستانو له وياړه ډکې حماسې هم لري.

موږ ليونو د خپلې خاورې او وطن لپاره

هغه پورونه هم ادا کړل چې راپورې نه وو

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button