‏ننګرهار کې په ۱۲.۵سوه جريبه ځمکه بڼونه جوړ شوي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت د رسنیو مسؤلین وايي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا د همکارو موسسو په مالي ملاتړ په ۱۳ ولسوالیو کې خلکو ته پر شاوخوا ۱۲.۵ سوه جریبه ځمکه بڼونه جوړ شوي دي.

هغوئ زیاتوي چې دا بڼونه د ليمو، مالټو، شفتالو، انارو، الوچو، مڼو، سرو املوکو او نورو بوټو څخه جوړ شوي دي.

د ننګرهار ځایي چارواکي همداراز زیاتوي، ‏چې د دې بڼونو په جوړېدو سره به راتلونکي کې بڼوالي پیاوړې شي، چې په دې سره به د بڼوالو او کروندګرو په اقتصاد کې مثبت تغیرات رامنځته شي او د حکومت په عوایدو کې به هم ډېروالی راشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button