ننګرهار کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
د انعکاس راډیو ټلویزیون د راپور په حواله، په ننګرهار کې له ۹۱۵ بې ځایه شویو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کډوالو ریاست مسؤلین وايي، چې له ۹۱۵ بې ځايه شويو کورنيو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
هغوئ زیاتوي چې OCHR موسسې ۲۱۰ کورنيو ته خوراکي توکي ورکړل.
همدا راز ماشوم ساتنې ادارې بیا ۲۵۰ کورنيو سره د ۱۰۲۰۰ افغانيو او ۵۰۰ کورنيو سره د ۱۳۰۰۰افغانيو مرسته کړې ده.
واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته هېواد ته د نړیـوالو مرستو شمېر ډېر شوی دی، خو لا هم د لوږې کچه نه ده کمه شوې.