ننګرهار کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

‏د کابل او ننګرهار ټيمونو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوه.

د ننګرهار ولایت ځایي رسنۍ وایي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابل او ننګرهار د سوک وهنې ټیمونو تر منځه سیالۍ ترسره شوې.

هغوئ زیاتوي، چې ننګرهار ته له کابل څخه د يو شمېر ورزشي کلپونو ورزشکارانو د دې سیالۍ په موخه تللي دي، چې ۸۰ تنو ورزشکارانو تر منځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ تر سره شوې.

ځایي رسنۍ همداراز زیاتوي چې له دې سياليو څخه موخه د ځوانانو ترمنځ سالم رقابت او ورزش ته د ځوانانو هڅونه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button