ننګرهار کې دوه کسان د خلکو د ګواښلو په تور نیول شوي دي

د ننګرهار د استخباراتو ریاست  دوه کسان نیولي چې د شپې لخوا به یې خلک په بېلا بېلو نومونو ګواښل او پیسې به یې ترې غوښتې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د استخباراتو ریاست لخوا دوه کسان نیول شوي چې د خلکو په ګواښلو تورن دي.

د ننګرهار چارواکي زیاتوي، چې دغو دوو کسانو له بېلا بېلو نومونو څخه په کار اخیستلو سره د شپې لخوا په خلکو ګواښ لیکونه وېشل او د پیسو غوښتنه به یې ترې کوله.

چارواکو همداراز ویلي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر لا زیاتو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button