ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي
نن په ناروې کې د افغانستان په هکله یوه مهمه غونډه رامنځته کېږي. نارويژي رسنۍ وایي چې دا غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره به په کې افغانان خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړۍ والو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې يې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو ساتنه وشي.
په ورته وخت کې رسنيو بيا ويلي چې د مدني فعالانو او مستقلو شخصیتونو یو شپاړس کسیز پلاوی د مولوي متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره ګوري.
په ياده لیدنه کې به دا کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړۍ والو ادارو ته هم وړاندې شي.