نارسیسیزم

نارسیسیزم: منتشر شاهي.

د نارسیسیزم/نرګسیت اصطلاح چې زموږ په ژبو کې ورته پر ځان مینېدل، انانیت، نرګسیت ویل شوي په اصل کې له یوناني لغت (نارسیس) څخه اخیستل شوې ده.
د نارسیسيزم کلمه د لومړي ځل لپاره په ارواپوهنیزو بحثونو کې د (هولاک الیس) او (پل ناک) له خوا کارول شوې ده.
په یوه لرغونې یوناني اسطوره کې نارسیس یا نرګس یو ښکلی ځوان دی او د خپلې معشوقې چې “اکو” نومېږي له مینې سرغړونه کوي، خو کله چې دغه ځوان د اوبو په یوه ډنډ کې خپله څېره ویني د خپلې ښکلا کچه ورته مالومېږي.
او له اکو سره د جفاه په ګناه په خپله څېره مینېږي. ځوان هره ورځ د اوبو ډنډ ته راځي، خو هېڅکله په اوبو کې خپلې څیرې ته نه رسېږي. ځوان ډنډ ته ځي او راځي، یوه ورځ د ډنډ په غاړه مړاوی او غمجن کیني، وروسته را پاڅېږي او په خپل انځور پسې ډنډ ته ځان اچوي او پر ځای یې د نرګس ګل راشین کېږي.
نارسیسیزم په ارواپوهنه کې له ځان سره د افراطي میني معنا لري.
نارسیست وګړي تل ځان ته په اهمیت ورکولو کې مبالغه کوي او پر ځان باندې یې د مینېدلو جذبه دومره غالبه وي چې د نورو انسانانو ارزښتونه ورته بې ارزښته ښکاري.
نارسیست وګړي هڅه کوي چې هر څوک باید دده نظر ته چوپ پاتې شي، تل د ځان په صفت کولو لګیا وي.
دوی حتا له خپلو دوستانو سره د یوه کبرجن او ځانغوښتونکې انسان په څېر چلند کوي؛ تل ورته ځان په حق، هوښیار او په خلکو ګران ښکاري او نورو انسانانو ته د وسایلو په سترګه ګوري.

Back to top button