میدان وردګو کې په ۸۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې په ۸۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلینو ځایي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې په ۸۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

هغوئ زیاتوي، چې هر کروندګر ته د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ ۵۰ کیلو اصلاح شوی د غنمو تخم او ۵۰ کیلو سپینه کیمیاوي سره وېشلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د FAO مؤسسې له لوري د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ۳۰۰ کروندګرو کیمیاوي سره وېشل شوې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button