مک کنزي: داعش لا هم امریکا ته خطر دی

د منځني ختیځ لپاره د امریکایي حکومت د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مک‌کنزي ویلي چې داعش خرسان ډله لا هم د امریکا هېواد لپاره یو خطر او ګواښ دی
جنرال کېنټ مک کنزي په یوه ټلویزیوني مرکه کې زیاتوي چې که څه هم د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مشر روانه اوونۍ په سوریه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د امریکا ته خطر لا هم شته.

د هغه په وینا د داعش ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي هغه مهال ځان ته چادونه ورکړه چې امریکایي ځانګړو ځواکونو روانه اوونۍ د سوریې په شمالي ولایت ادلیب کې د هغه د اوسېدو پر ځای عملیات پیل کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د مشر ثناالله غفاري د موندلو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو انعام اعلان کړی دی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button