موږ او جاپان
مومند محمدي اڅړ
جاپان تر ۱۸۵۴م کال پورې يو منزوي هېواد و، په نوموړي کال د امريکې د سمندري ځواک يو افسر په جاپان کې د وخت حکومت مجبور کړ چې له دوی سره اړيکې وپالي، دې اړيکو تر ۱۸۶۸م پورې دوام وکړ، بالاخره په دې کال پهجاپان کې انقلاب وشو او د ميجي په نامه يو کس د دې هېواد امپراتور شو، هغه له لويديځ سره د اړيکو څخه ډېره ګټه پورته کړه، په نظام کې يې اصلاحات راوستل او له عصري سيسټم سره برابر کړ، د ده په دور کې جاپانيانو له غربيانو څخه علوم او فنون زده کړل او دومره پرمختګ يې وکړ چې چاپان د نړۍ د سترو قدرتونو له ډلې شو. هغه وخت يې پر خپلو ګاونډيو؛ کوريا، چين او روسيه بريدونه وکړل او خاورې يې ترې لاندې کړې چې نوموړي هېوادونه يې د ځان دښمنان کړل.
جاپانيانو لويديځ تمدن ته اجازه ورکړه، خپل کلتور او دين يې ورسره وپېيل او د هېواد په ګټه يې مثبته استفاده ترې وکړه.
زموږ په هېواد کې هم غازي امان الله خان غوښتل چې ورته اصلاحات راولي او افغانان له غربي علومو او فنونو څخه برخمن شي. خو څه د شاه امان الله غازي د کلتوري اصلاحاتو هڅې وې او څه هم د دين په نامه د وخت د غليم ناوړه استفاده وه چې د ولس ذهنيت يې د هغه پر مخالفت جوړ کړ، د عصري افغانستان د جوړېدلو مخنيوی يې وکړ او هېواد مو د کړکېچ او تياره دور په لور ولاړ.
غازي امان الله خان کولی شول چې له غربي علومو او فنونو سره افغاني کلتور او اسلامي دين وپېيي چې دې کار به ډېره مثبته پايله درلودلې وای او زموږ د بدمرغيو پيل به هماغه مهال په نطفه کې خنثی شوی وای. سيد جمال الدين افغان او د هغه همفکرو اسلامپالو هم ورته نظر درلود او غوښتل يې چې غربي تمدن د اسلام د مبارک دين له بنسټونو سره عيار او اسلامي هېوادونو ته وړاندې شي، چې دا کار هم ونشو.
اوس د پام وړ خبره دا ده چې موږ دې دا فکر نه کوو چې ګواکې اوسمهال دې هم د غازي امان الله خان او يا امپراتور ميجي غوندې اصلاحاتو ته اړتيا وي او د شاه امان الله پلانونه او طرحې دې عملي کړل شي. هغه سل کاله پخوانۍ خبره وه او اوس له هغې لا ډېرو او نويو اصلاحاتو ته اړتيا ده.