موخه او هڅه

په سويلي کوريا کې يوه مېرمن چې Cha Sa-soon نومېده د‌موټر چلولو د لايسنس اخيستلو لپاره ۹۴۹ ځلې ازموینه ورکړه خو ټول ۹۴۹ ځلې ناکامه شوه او ويې نه شو کړای چې په تحريري ازموينه کې له سلو څخه شپېته نومرې يوسي. بلاخره يې په ۹۵۰ م ځل له سلو څخه شپېته نومرې يووړې او بريالۍ شوه. دې مېرمنې په دې ازموينو شاوخوا ۴۲۰۰ امريکايي ډالر د فورمو ډکولو لپاره مصرف کړي و. خو په پای کې بخت ياري ورسره وکړه او بريالۍ شوه.
دا وايي هر هدف او موخه چې لرې پسې ونښله، پرېږده يې مه، ناامېده کېږه مه، هڅه وکړه حتمآ يوه نه يوه ورځ ورته رسېږې او بريالی کېږې.

نوراحمد عایل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button