منظور پښتين: له افغانانو سره تعصب مه کوئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د افغانستان په هکله د پاکستاني صدر اعظم عمران خان د وروستيټ څرګندونو غندنه کړې.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له افغان پښتنو سره دې تعصب بند شي او پاکستان دې پر دروغو ولاړې بيانيې له لارې نړۍ والې مالي مرستې نه تر لاسه کوي. پښتين زياته کړې چې د کالوني کولو فکر بايد له سره وویستل شي.

عمران خان پرون د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې ويلي و، چې نړۍ وال دې پر طالبانو د ښځو د حقونو د ورکړې په خاطر فشارونه نه اچوي، ځکه  چې د ښځو حقونه په پښتنو کې یوه کلتوري مسله ده.

په ورته وخت کې د افغان ټولنيزو رسنيو کارکوونکو له خوا هم د عمران خان د وروستيو څرګندونو په تړاو توند غبرګونونه راوپارېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ويلي‌ چې په افغانستان کې د پښتونولۍ نه؛ بلکې د شريعت په اساس حکومت کوي.

دوی په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګيو پورته ټولو نجونو پر وړاندې د دولتي ښوونځيو او همداراز د پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

د يادونې وړ ده چې د طالب حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ګډونوال و؛ خو د ياد سازمان د غونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو يادګاري انځور کې نه ښکاري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button