Trending

ملګرو ملتونو کې درې پخواني استازي په خپل ځای پاتې شول

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ نن په رسمي ډول تائید کړه چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکيني استازي بېرته پر خپل ځای پاتې شي.

په دې توګه د افغانستان استازی غلام محمد اسحاقزی پر خپل ځای پاتې شو او له دې وروسته به هم خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د افغانستان څوکۍ به د دوی کس ته ورکوي، خو د ملګرو ملتونو په تازه پرېکړه کې د ميانمار او وينزويلا په ګډون د افغانستان څوکۍ هم مخکينيو استازو ته ورکړې.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا به وروسته په ډاګه شي چې د ملګرو ملتونو په دې پرېکړه دوی څه نظر لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button