محسن داوړ: افغان نجونې له حقونو بې برخې پاتې دي

محسن داوړ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې دې بې تفاوتي نه کوي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ ويلي افغان نجونې له حقونو څخه بې برخې پاتې دي او نړيوال يې بايد له پامه ونه غورځوي.

نوموړي همداراز ملګرو ملتونو ته په یو لېږل شوي لیک کې ویلي، د امریکا او طالبانو د دوحې تړون نیمګړی دی، چې له امله یې يو منتخب دولت ويجاړ شو او پر ځای يې داسې يوه ډله واک ته ورسېده، چې یو ستر ملت د خپلو حقونو څخه بې برخې شو.

داوړ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې کابو څلور مياشتې وشوې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او واک ته رسېدو سره يې سم ټول د ټولو پوهنتونونو، ښوونځيو او دولتي ادارو دروازې د افغان مېرمنو او نجونو پر مخ تړلې پاتې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button