لوګر کې کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت په ۲۷۶ دولتي او ۲۲ خصوصي ښوونځیو کې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې.

یادې ازموینې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د تېرې لړم میاشتې په ۲۵ مه نېټه پیل شوې وې، چې نن یې وروستۍ ورځ وه.

په نوموړو ازموینو کې له لومړي ټولګي نیولې تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۱۳۹۶۲۴ زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې ۳۹۲۴۱ یې نجونې دي.

د دغو ازموینو په اخیستو سره ۱۴۰۰ ښوونیز کال پای ته ورسول شو، چې د زده کوونکو پایلې به هم د روانې لیندۍ میاشتې تر پایه اعلان شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button