لوګر کې زده کوونکو ته د درسي توکو د ورکولو بهیر پیل شو

په لوګر کې ۳۰ دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې شته ۳۰ دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو ته د درسي کتابونو د وېش بهیر رسماً پیل شو.

هغوئ زیاتوي، یاد بهیر د پوهنې ریاست په لارښوونه پیل شو چې په ترڅ کې به یې د پوهنې وزارت ۶۴۶۵ ټوکه نوي را لېږل شوي درسي کتابونه ووېشل شي.

په دغو درسي کتابونو کې له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب اړوند دیني او عصري کتابونه شامل دي.

طالب حکومت په داسې مهال د لوګر د ښوونځو په زده کوونکو درسي توکي وېشي چې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د دوئ له لوري تړل شوي دي.

Back to top button