لوګر کې د ۲۶ ښوونځيو د بيا رغونې سروې پيل شوې ده

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۲۶ ښوونځيو د ودانيو د بيا رغولو په مٶخه سروې پيل شوې ده، چې دا سروې د پوهنې رياست د انجينرۍ مديريت يوه مياشت مخکې پيل کړې ده او د روانې سلواغې مياشتې تر پايه به دوام ومومي.

هغوئ زیاتوي چې د يادې سروې له پيله تر اوسه، د ۲۰ ښوونځيو د سروې چارې پای ته رسېدلي او د ۶ نورو ښوونځيو سروې به هم بشپړه شي. چې د یادې سروې تر بشپړولو او بودجې منظورولو وروسته به د نوموړو ښوونځيو د بيارغاونې عملي چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده،چې په لوګر ولایت کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۶ ښوونځي شتون لري خو ۲۰۹ يې ودانۍ او ۶۷ يې تر اوسه ودانۍ نه لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button