لوګر کې د ښوونځیو ۵۰ ښوونکو ته روزنیز پرګرام پیل شو

لوګر ولایت کې د ښونځیو ۵۰ ښوونکو ته روزنیز پرګرام پیل شو د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د پنځو ښوونځیو ۵۰ نارینه ښوونکو ته ۸ ورځنى روزنیز پرګرام پیل شو.

هغوئ زیاتوي، چې دا روزنه د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې د یونیسف مؤسسې په مالي لګښت د آی، آر، سي مؤسسې له خوا ورکول کېږي.

په یاده روزنه کې ښوونکو ته د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لاښه والي په تړاو زده کړې ورکول کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي،، چې د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین د خپلو ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لا ښه والي په موخه پراخې هلې ځلې پیل کړي دي، تر دې مهاله یې ۶۶۵ ښوونکي روزلي، ۲۲۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم وروزل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button