لوګر کې د ښوونځیو د والدینو شورا غړو ته روزنه ورکول کېږي
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۵ ښوونځيو د والدينو په شورا کې د شاملو ۵۰ غړو چې ديني عالمان او قومي مشران دي روزنه پيل شوه.
هغوئ زیاتوي، چې ياده روزنه د پوهنې رياست په همغږۍ د (آى آر سي) مٶسسې له لوري ورکول کېږي چې د روزنې بهير به يې ۵ ورځې دوام وکړي.
هغوئ همداراز وایي، چې په دې روزنه کې به یادو کسانو ته د پوهنې بهير په ملاتړ د نجونو او هلکانو د تعليم په ارزښت، په ښوونځيو کې د ښوونځي عمر برابر ماشومانو د شاملولو او د ځينو نورو پوهنيزو موضوعاتو په تړاو روزنه ور کړل شي.
د لوګر د پوهنې رياست، په خپلو ښوونځيو کې د والدينو په نوم فعالې شوراوې لري، چې دا شوراوې د پوهنې قانون د ۴۸ مې مادې پر بنسټ جوړې شوي او هره شورا يې ۱۵ غړي لري.