لوګر کې د پاسپورټ کارکونکي له ځان سره د پاسپورټ عواید تښتولي دي

د لوګر د پاسپورت آمریت په یؤ کارکونکي تور دی چې ۳۰میلیونه افغانۍ د پاسپورټ عواید یې تښتولي دي.

د ۸ صبح ورځپاڼې د راپور په حواله، لوګر کې باوري سرچینو منلې، چې د دغه ولایت د پاسپورټ آمریت یو کارکوونکي د بانکي تعرفې له درکه شاوخوا ۳۰ میلیونه عواید تښتولي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسولین وایي، چې تر اوسه یې په دې تړاو ۱۰ کسان نیولي دي.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس پنجرې ورځپاڼې ته په خبرو کې د ۸ صبح ورځپاڼې دا راپور رد وي چې ګواکې د پاسپورټ کارکونکي ۳۰میلیونه افغانۍ تښتولي دي.

انس وایي، یو کارکونکي له ځانه سره شاوخوا لس لکه افغانۍ وړي دي، چې د پاسپورټ له غوښتونکو یې په بېلابېلو بهانو اخیستي دي، چې په تړاو یې تر اوسه لس کسان نیول شوي دي.

انس همداراز زیاتوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته تر اوسه د لوګر پاسپورټ ادارې ټول عواید ۳۰ میلیونو ته نه دي رسېدلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button