لوګر کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له دوو اوونیو ځنډ وروسته بیا پیل شوه

لوګر کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له دوو اوونیو ځنډ وروسته بیا پیل شوه. د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له دوو اوونیو ځنډ وروسته بیا پيل شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس په لوګر کې ملي پیوند په نوم یوې راډیو ته په خبرو کې ویلي، چې په دغه ولایت کې یې له ۱۴ ورځني ځنډ وروسته دوشنبه د سلواغې پر ۲۵ د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیل کړې ده.

نوموړي ټينګار کړی، چې دا ځل یې د تېر خلاف پاسپورټ غوښتونکو ته چارې اسانه کړې دي.
د نوموړي په خبره، د پاسپورټ ادارې د رهبرۍ تر پرېکړې وروسته د هرې ولسوالۍ اوسېدونکی د پاسپورټ غوښتنې فورمه خپلې ولسوالۍ ته سپارلی شي، تر څو د وخت له ضایع کېدو او سرګردانۍ مخنیوی وشي.

انس زیاتوي چې تر دې وروسته د مرکز احکام لومړۍ امنیتي حوزې ته محول کېږي او د پاسپورټ له ټولو غوښتنوالو غواړي، چې امنیې قوماندانۍ ته له تللو ډډه وکړي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button