لوګر کې د مس عینک کان د استخراج چارې پیلېږي

د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، چې په لوګر کې د مس عینک کان د استخراج چارې به ډېر ژر پیل شي.

د دغه وزارت ویاند مولوي برهان ویلي، چې د یاد کان تړون له MCC چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی، چې د استخراج چارې به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

د لوګر د مس عینک کان ۲۴۰ میلیونه ټنه اټکل شوی دی، چې د مسو ارزښت یې ۵۰ میلیارده ډالره کېږي.

مولوي برهان وایي، چې MCC چینایي کمپنۍ له طالبانو سره په اړیکه کې ده او د کان د استخراج لپاره یې بشپړ چمتوالی ښودلی دی.

دغه کمپنۍ وایي، چې د دوه میلیارده او نهه سوه میلیون ډالرو په پانګونې سره به ژر د یاد کان د استخراج چارې پیل کړي.

طالبانو ویلي چې د دې کان د استخراج په پیلېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول نږدې پنځوس زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د لوګر ولایت د مس عینک کان تړون پنځه کاله وړاندې لاسلیک شوی و، خو په یاده سیمه کې د تاریخي اثارو د موجدیت له کبله یې چارې ځنډېدلې وې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button