لوګر کې دوه اختطافګر نیول شوي دي

طالبانو په لوګر ولایت کې د دوو اختطافګرو د نیولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، چې تېره شپه د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د طالبانو لخوا دوه تنه اختطافګر نیول شوي دي.

انس زیاتوي چې له اختطافګرو سره دوه میله تفنګچې هم نیول شوي دي.

د انس په وینا یادو اختطافګرو غوښتل چې یو تن هېوادوال اختطاف کړي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د طالبانو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

همداراز انس وویل چې یاد اختطافګر اوس مهال د لوګر د امنې قومدانۍ په نظارت خونه کې دي چې  له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button