لوګر کې خلکو ته دکار په بدل کې د غنمو ورکولو لړۍ پیل شوه

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت دکرنې او اوبو لګونې ریاست مسؤلین وایي، چې اړمنو خلکو ته د کار په بدل کط د غنمو د ورکړې لړۍ رسماً د لوګر ولايت په مرکز کې پیل شوه.

د لوګر ځایي چارواکي وایي، چې دا لړۍ به د دې ولایت ولسوالیو ته هم وغځوي.

دلوګر ولایت د کرنې او اوبو لګونې ریاست رئیس مولوي سیدامین د دې لړۍ د پرانیستلو پر مهال وویل موږ ژمن یو چې له شته امکاناتو څخه په استفادې به په هېواد کې له اړمنو او بې روزګاره خلکو سره مرسته کوو.

هغه همداراز وویل چې د طالبانو دمشرتابه د حکم په اساس لوګر ولایت ته ۱۸۰۰ اتلس سو ټنه غنم دبې روزګارۍ او فقر کمېدو په خاطر ورکړل شوي دي، چې هر کاګر ته به د یوې ورځې کار په بدل کې لس کیلو غنم ورکړل شي او دا لړۍ به د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې یوه میاشت دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو پر رسېدو سره په ټول هېواد کې د بې کارۍ او فقر کچه لوړه شوې ده.

خو طالبان وایي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به خلکو ته د کار په بدل کې د غنمو د ورکولو لړۍ پیل کړي چې په دې سره به د بې کارۍ او فقر کچه په کافي اندازه ټیټه شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button