لوګر کې اومه خیریه بنسټ د ديني مدرسو او دارلأيتامونو له يتيمو او اړمنو زده کوونکو سره مرسته وکړه

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې اومه خیریه بنسټ د دې ولایت له يو شمېر ديني مدرسو او دارالأيتامونو له ۱۵۰ یتیمو او اړمنو زده کوونکو سره مرسته وکړه.

هغوئ زیاتوي، چې په دې مرسته کې هر زده کوونکي ته د د درسي توکو تر څنګ کورتۍ او بوټ ورکړل شول.

د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز د اومه خيريه بنسټ له دې مرستې د مننې تر څنګ په راتلونکي کې د پاتې ديني مدرسو او دارلأيتامونو له يتيمو او اړمنو زده کوونکو سره د ورته مرستې د دوام غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ياد خيريه بنسټ په لوګر کې تر  دې وړاندې وړاندې هم د دریو دارالایتامونو له زده کوونکو سره مرسته کړې ون.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button