لوګر کې افغانې سرې میاشتې په اړمنو کورنیو مرسته ووېشل

لوگر ولایت کې د افغانې سرې میاشتې له لوري په ۳۰۰ کورنیو مرسته ووېشل شوه.

نن په لوګر کې د افغانې سرې میاشتې له لوري د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې په ۳۰۰ اړمنو کورنیو د افغانې سرې میاشتې د لوګر په ولایتي ریاست کې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

دغه مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې سرپرست مرستيال مولوي نور الدين ترابي، د مرکزي سويل لويديځ زون رئيس مولوي الياس خيل ناصري، د ترکيې سرې مياشتې استازي او رسنيو په حضور کی ووېشل شوه.

د لوګر ځایي چارواکي وایي، یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه پکې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، د خوراکي توکو یوه بسته او یوه بسته ژمنۍ البسه شامله ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button