لوګر ښاروالۍ په ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تاریخ څارنه او کنټرول وکړ

د لوګر د ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د کارکوونکو یو ټیم د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې په هټیو کې د بې کیفیت او تاریخ تیرو توکو د راټولولو کمپاین په لاره اچولی دی.

هغوئ زیاتوي چې ياد کمپاین چی د شهیدانو له څلورلار لارې څخه پیل او د ډاکټرانو تر مارکیټونو پورې دوام وموند پکې له هټیو څخه بیلابیل تاریخ تیري توکي راټول کړي او ښاروالۍ ته یې انتقال کړي دي.

د لوګر د ښارولۍ مسولین همداراز وایي چې د پل علم ښاروالۍ په پام کې لري چي د یاد کمپاین په پلي کولو سره د یاد ښار له ټولو هټيو څخه تاریخ تېري توکي راټول کړي او له هټیوالو سره قانوني چلند تر سره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button