لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو له استادانو غواړي چې دندو ته ستانه شي

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون له استادانو غوښتي چې بیرته خپلو دندو ته ستانه شي. د دې وزارت مسؤلین وایي، چې له ټولو هغو استادانو احترامانه غوښتنه کوي، چې د هېواد آبادۍ او سرلوړۍ په موخه خپلو سپېڅلو دندو ته راستانه شي.

راپورونه وایي چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري ژمنه ده، چې له یادو استادانو به هر اړخېز معنوي او اقتصادي ملاتړ وکړي او د پخوا په څېر به ټولې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د نویو استادانو د ګمارنې په موخه بستونه هم اعلان ته سپارلي دي.

واک ته د طالبانو د ډلې له رسېدو وروسته د هېواد پوهنتونونه شاوخوا شپږ میاشتې د زده کړیالانو او استادانو په مخ تړل شوي وو، چې د ناچارۍ له امله د هېواد د پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو هېواد پرېښود او ګڼ شمېر یې له خپلې دندې استعفا ته مجبور شول.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button