له پوزې د وینې پوهېدو حل لارې

په ماشومانو، سپینږیرو او حامله ښځو کې د پوزې وينې کېدل نسبتاً نورو انسانانو ته ډېر واقع کېږي. د پوزې دننه برخه ډېره نازکه ده او په ډېره اسانۍ سره لومړی زيانمنه او بيا وينې کېږي. د پوزې وينې کېدل عموماً د پوزې د ننه برخې د وچوالي په پوزه کې ګوتې وهل او په زور سره سوڼ کولو له امله منځ ته راځي.

له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لارې
پر ځمکه کېنئ او بدن د مخ طرف ته کوږ کړئ.
د دوو ګوتو په واسطه پوزې ته د لسو يا پنځلسو دقيقو لپاره فشار ورکړئ او بشپړه يې بنده کړئ.
-تنفس د خولې له لارې وکړئ.

په ځېنو انسانانو خصوصاً لويانو کې له پوزې څخه د وينې تلل کېدی شي د پوزې د ضربې، د وينې لوړ فشار، په پوزه کې د غير نورمال رګونو موجوديت، د وينې د ځینو خاصو ناروغيو او يا د هغو دواګانو د استعمال له امله چې وينه نرۍ کوي منځ ته راشي.
په ورته حالتونو کې ناروغ د درملنې لپاره روغتون ته د تګ اړتيا لري.

ډاکټر امان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button