له دې وروسته پاسپورټ ریاست کې کاغذي عریضه نه منل کېږي

په کابل کې د پاسپورټ رياست مسؤلین  وايي، چې له دې وروسته کاغذي عريضې نه منل کېږي او هغه کسان چې غواړي پاسپورټ واخلي کولی شي چې د پاسپورټ ریاست ته انلاین فورم ډک کړي او په ټاکلې نېټه پاسپورټ ریاست ته مراجعې وکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاسپورټ ریاست ته هره ورځ بې شمېره خلک د دې لپاره مراجعې کوي چې د جمهوریت د وخت پاسپورټ ترلاسه کړي.

خو نن د دغه ریاست یو چارواکی وایي چې د پاسپورټ مراجعین کولای شي سر له ننه یوازې له انلاین لارې د پاسپورټ غوښتنې فورمې ډکې کړي.

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button