له اماراتو څخه د افغان کډوالو د وړلو لړۍ پیلېږي

د اماراتو له کېمپونو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د وړلو لړۍ پیلېږي. د وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼې د راپور په حواله امریکا په راتلونکو دوو اوونیو کې له اماراتو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د وړلو لړۍ پیلوي.

د ابوظبۍ په کېمپونو کې میشتو کډوالو رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکایي حکومت ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو دوو اونیوو کې به یې د وړلو لړۍ پیل شي.

افغان کډوال زیاتوي چې د امریکا له ژمنې وروسته یې په ابوظبۍ کېمپونو کې لاریونونه درولي دي او تمه لري چې امریکا په خپله ژمنه عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ابوظبۍ په کېمپونو کې افغان کډوالو لاریونونه پیل کړل او د امریکا له حکومت یې وغوښتل چې د دوئ برخلیک معلوم کړي.

واک ته د طالبانو   حکومت له رسېدو سره سم یو شمېر افغانانو چې له امریکا او د هغوئ له متحدینو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې، د تخلیه په پرګرام کې له افغانستان څخه وویستل شول چې ګڼ شمېر یې لا هم په کېمپونو کې شپې ورځې سبا کوي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button