لمر د انسان بدن کې ویټامین ډي تولیدوي
لمر د انسان په بدن کې ویټامین ډي تولیدوي. ویټامین ډي د انسان په بدن کې ډېرې مهمې او اړینې دندې ترسره کوي. په دې اړه ښاغلی ډاکټر امان شمس داسې وایي،
ويټامين ډي د انسان په بدن کې مهمې او اړينې دندې ترسره کوي. يو له دغو مهمو دندو څخه د انسان د هډوکو قوي کول او بله يې د انسان د دفاعي سيسټم پياوړتيا ده. کله چې د لمر وړانګې د انسان پر پوستکي ولگېږي نو د انسان وجود ويټامن ډي پخپله جوړه وي. په ورځ کې نېم ساعت لستوڼي تر څنګلو در ونغاړئ او لمر ته کېنئ.