لمرینې پېغلې

لمرینې پېغلې

لمرینې پېغلې، ستوري جوړ دې له افکارو کړه
سترګې رڼې ساته ګرد ټول له دې هیندارو کړه

دوی چې ایمان یې ستا د زلفو په نڅا لړزېږي
ګونګرو کې وڅرخه، کافر یې په شرنګارو کړه

په شپې میین به دې د تپې تیارې غېږ ته سپاري
وارخطا نشې راټول ستوري له مدارو کړه

په خزان ژوند کې که غونچه خولګۍ سپړلې غواړې
زړه لیونی ساته، خبرې د هوښیارو کړه

که دې اواز محوه کوي، کتاب، قلم دې اخلي
خیال دې ژوندی لره فکرونه د بېدارو کړه

داغ چې د داغ لپاسه درکړي، زړه دې مه لړزوه
ورته موسکۍ شه، پوچ وحشي زهر د مارو کړه

#شفیقه_خپلواک
#نوی_شعر

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button