غزني کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

غزني کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د غزني ولایت چچارواکي وايي، ‏ چې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نازو انا په نوم د نجونو لومړني ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

طالب چارواکي زیاتوي، چې یاده ودانۍ د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۱۶۵ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده،

نازو انا د نجونو ښوونځی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په بازار کې موقعیت لري، چې اوسمهال پکې ۵۰۰نجونې لومړنۍ زده کړې کوي.

Back to top button