عود: Incense
عود: Incense
عود چې زموږ ځینې پښتانه ورته عنبر وایي ، په انګریزي ژبه یې (Incense)، په هندي او اردو ژبو ورته (اګربتي) اوپه اوستا کې د ( واهوکیریتا -Vohukereta ) به بڼه راغلی دی یوه دسکرو په څېرنصواري او توررنګه ماده ده چې له بېلابېلو خوشبویو ونو لکه چندڼ (چندنړ)چې په عربي او فارسي ژبه یې صندل بولي اوهمداراز دبېلابېلو خوشبویو بوټو اوګلانو دمیده میده کولواو برادې (بوري ) او دکیمیاوي ترکیبونو په پایله کې ترلاسه کیږي .
عود لرغونی تاریخ لري .چین لومړنی هېواد و چې عودپکې جوړېدل او په عبادت ځایونو او دواکمنانو په ماڼيو کې به ترې دخوشبویۍ لپاره ګټه اخېستل کېدله ، وروسته له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم ولېږدېدل او هغو هېوادونو هم دعود دجوړولو په طریقه او لارو چاروپوه شول. هند هم هغه هېواد دی چې عود یا اګربتي دهندوانو په مندېرونو او دبودايي مذهب په عبادت ځایونو کې ډېرکارول کیږي .ویل کیږي چې په ویدي سرودونو کې هم ددغې خوشبویۍ یادونه شوې ده .
په پخواني مصر کې به مصریانو پخپلو کورونو کې عود ددې لپاره لوګی کول چې پېریان پرې وډار کړي او وتښتي .همداراز لرغونو مصریانو دخپلو اربا ب ا لانواعو(خدایانو ) دخوشاله ساتلولپاره هم عود لوګی کول .
باید وویل شي چې دعود لوګی روغتیا ته دیر تاوان هم لري ، په تېر ه بیا هغه خلک چې په سا لنډۍ یا تنفسي ناروغیو اخته وي.
لطیف یاد