عمران خان وایي، تر هغې چې پارلمان پرېکړه نه وي کړې له دندې به ګوښه نه شي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر هغې چې پارلمان پرېکړه نه وي کړې له دندې به ګوښه نه شي.

د پاکستان د رسنیو د معلوماتو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خپل ولس ته په خبرو کې ویلي، تر هغو چې پارلمان پرېکړه نه وي کړې هیڅوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی.

عمران خان زیاتوي، چې یو بهرنی هېواد د پاکستان د ۳ سیاسي مخالفو ګوندونو سره په ګډه د زما د ګوښه کېدو هڅه کوي،

عمران خان داسې مهال دا خبرې کوي چې ټاکل شوې د پاکستان په پارلمان کې د را روانې یکشنبې پر ورځ هغه ته د باور او يا نه باور د رايې ورکولو پرېکړه وشي.

د نوي سیاسي ایتلاف څخه داسې ښکاري چې ممکن عمران خان په پارلمان کې د باور لپاره د اکثریت رایې ترلاسه نه کړي.

د پاکستان پارلمان ټولټال ۳۴۲ څوکۍ لري او عمران خان باید په واک کې د پاتې کېدو لپاره ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي.

دا مهال د عمران خان سیاسي ګوند «تحریک انصاف» په پارلمان کې ۱۶۶ څوکۍ لري او د دغه نوي سیاسي ایتلاف څخه وروسته د حکومت د مخالفو ګوندونو د څوکیو شمېر تر ۱۷۶ هم پورته ښودل کېږي.

د پاکستان د قانون له مخې د لومړي وزیر څخه د باور رایو د اخیستلو لپاره باید په یوې اوونۍ کې دننه په پارلمان کې رایه اچوونه وشي. خو د عمران خان ګوند هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.

Back to top button