عامې روغتيا وزارت: نړۍ وال دې د روغتيا برخه نه سياسي کوي

عامې روغتیا وزارت ويلي نړۍ وال بانک او نور نړۍ وال بنسټونه دې د افغانستان روغتیا برخه نه سیاسي کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال  ډاکټر عبدالباري  نن شنبه د مرغومي په ۱۱ مه يوه خبري ناسته کې وویل، نړۍ وال بانک او نورو سازمانونو مونږ سره ژمنه کړې وه، چې افغانستان کې به د روغتیا برخه نه سیاسي کوي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان سره مرستې کوي، خو د اسلامي امارت واکمنېدو سره نړۍ وال بانک او یو شمېر نورو سازمانونو، چې له روغتیا برخې یې مالي ملاتړ  کاوه، په خپلو ژمنو نه دي درېدلي او مرستې یې بندې کړي دي.

عمر ويلي، په دغه کار سره افغانستان کې روغتیا برخه له ستونزو سره مخ ده او دوی په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کړي او کوي یې.

عمر زیاتوي؛ نړۍ والو خپلې هغه ژمنې چې  دلته يې زموږ له خلکو سره کړې وې، له کوم وخت  یې چې دا مرستې بندې کړي او په خپلو ژمنو ونه درېدل؛ نو له امله دلته یو بحراني حالت رامنځته شو.

نوموړي همداراز ويلي، درې نیم میلیونه روږدي کسان، چې د درملنې برخه کې یې هېڅ هېواد او سازمان ورسره مرسته نه کوي، دوی یې په اوس په کمو امکاناتو درملنه کوي.

عامې روغتیا وزارت ويلي، د کرونا وبا ضد واکسین برخه کې د ۲ ميليونه ډوزه د مرستې ژمنه شوې، چې د روان ۲۰۲۲ کال د لومړۍ میاشتې تر پایه به را ورسېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button