طالب وياند: پاکستانی حکومت اسلامي نه دی

د طالب حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په پاکستان کې اوسنی حاکم سیاسي نظام اسلامي نه دی او هيڅکله د اسلامي نظام استایتوب نه شي کولای.

نوموړي دا څرګندونې تازه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړي، چې پاکستان کې اوس هم تپل شوی او پردی نظام په خلکو واک چلوي. مجاهد ويلي د پاکستان واکدارانو ته دین مهم نه دی او هغوی ته یوازې مادي ګټې ترهرڅه مهمې دي‌.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی افغان طالبان د پاکستان د‌ اوسني سياسي نظام په اړه داسې څرګندونې کوي. پاکستاني چارواکو او سياسي شنونکو تراوسه د مجاهد ددې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button