طالب حکومت: د ښځو حقونو ته ژمن يو

طالب حکومت د مارچ اتمې په مناسبت چې د ښځو نړۍ والې ورځې سره سمون خوري د مبارکۍ پيغام خپور کړی.

د طالب حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راځي چې د تېرو څلوېښتو کلنو جګړو کې تر هر چا زيات افغان ښځو ته زیان اوښتی دی او وايي طالب حکومت د مېرمنو هڅو او زغم ته په درنه سترګه ګوري.

ياد‌ وزارت وایي حکومت یې د اسلامي قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د افغان ښځو د حقونو درناوي ته ژمنتيا لري او په دې هڅه کې دي چې دوی ته د کار او فعالیت زمینه جوړه کړي.

دغه وزارت افغان ښځو ته د مارچ د اتمې مبارکي ورکړې ده او ټينګار کوي چې حکومت يې هڅه کوي څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان ښځو پر مخ پرتې ستونزې هوارې کړي.

بهرنیو چارو وزارت داسې مهال ددغې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپروي، چې نړۍ وال بنسټونه د طالب حکومت له پيله تر دې دمه نيوکې کوي او وايي دوی د ښځو حقونه نه مراعاتوي؛ خو طالب حکومت بیا وايي چې دوی د مېرمنو حقونو ته ژمن دي او د اسلامي قوانينو په چوکاټ کې به ورته عملي بڼه خپلوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button