طالبان: په اوکراین کې د میشتو افغانانو خوندیتوب ته اندېښمن یو

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په اوکراین هېواد کې مېشتو افغان کډوالو، محصلینو خوندیتوب ته اندېښمن دي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې طالب چارواکي له خپلو ټولو اړیکو او امکاناتو کار اخلي تر څو په اوکراین کې مېشت افغان محصلین خوندي کړي.

اوکرین هېواد هر کال د دې هېواد په بېلا بېلو پوهنتونو کې افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په چک کې هم د افغانستان سفیر ویلي و چې دی له خپلو ټولو اړیکو او امکاناتو کار اخلي ترڅو په اوکراین کې بند پاتې افغان محصلين له دې هېواد څخه وباسي.

هغه په اوکراین کې له مېشتو افغان محصلینو غوښتي چې د چک د سفارت د واټساف شمېرو ته خپل معلومات ولېږي.

اوکراین هېواد تېره پنجشنبه د روسیې ځواکوانو تر برید لاندې راغلی، د دې برید له امله له اوکراین څخه ګڼ شمېر هېوادونو خپل کسان وویستل او ګڼ شمېر نور هم کوښښ کوي څو په خوندي توګه له اوکراین څخه خپل خلک وباسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button