طالبان وایي چې په لوګر کې یې له وخت تېر خوراکي توکي او درمل سوزولي دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې یې له هټیو او درملتونونو له وخت تېر خوراکي توکي او درمل ټول کړي او سوزولي یې دي.
د برکي برک ولسوالۍ ښاروال مولوي بیت الله وایي، چې دغه اقدام یې د خلکو د روغتیا او د قانون د تطبیق په موخه ترسره کړی دی، هغه له هټیوالو غواړي چې له قانون څخه سرغړونه ونه کړي او قانون ته درناوی وکړي.
هغه همداراز زیاتوي چې د برکي برک ښاروالۍ په پام کې لري چې د دې ولسوالۍ د بازار د لا ښه مدیریت او د قانون د تطبیق په پار له نویو لارو چارو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د لوګر ښاروالۍ خبر ورکړی و چې د دې ولایت له هټیو او درملتونونو څخه یې د وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د ټولولو کمپاین په لار اچولی.