طالبان وایي، چې د بولدک په اړوند سیمه کې یې دوه د وسلو قاچاقبران نیولي دي

د رسنیو د راپورونو په حواله، طالبانو د سرپست حکومت د ۲۰۵ البدر قول اردو درېیمې سرحدي لواء مسؤلین وایي، چې د بولدک د شیرو اوبو په اړوند سیمه کې یې د خدای رحیم او جان خان په نوم د وسلو قاچاقبران نیولي دي.

هغوئ زیاتوي چې له نوموړو قاچاقبرانو سره یې ګڼ شمېر پوځي تجهیزات چې پاکستان ته یې قاچاقي لېږدول نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو سره یو کورولا ډوله موټر، څلور امریکایي ثقیلې دوه میله کارمولي ټوپک،۳۰۰۰ د توپنګچې مرمۍ، یو دثقیل میل، دوه دکامولي ټوپک میلان نیول شوي دي، او په نیول شویو کسانو کې یو تن ټپي شوی هم دی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button