طالبان وایي، ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه

د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو مسؤلین وایي، چې ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه، تر څنګ یې فتنه ګرو عناصرو ته د اسلامي امارت په خلاف د پروفاګند او تخریبي اعمالو لپاره بهانه په لاس ورکوله.‏

هغوئ په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اړونده ارګانونو له دې رسنیو سره پرلپسې ناستې تر سره کړې او هڅه یې وکړه چې د تفاهم له لارې رسنۍ د داسې غير شرعي او زموږ د ملي امنیت د ګواښونکو برنامو له نشر څخه را وګرځوي.‏
متأسفانه چې دوئ له ژمنو سره سره خپلې ستونزې حل نکړې، هماغه وو چې اسلامي امارت اړونده ارګانونو د خپل هیواد د ملي امنیت د ساتلو په موخه يو لړ اقدامات ترسره کړل.‏

طالبان زیاتوي چې موږ د اسلامي شریعت په حدودو کې د بیان ازادۍ ته ژمن يو، خو هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې په بېلا بېلو پلمو زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، زموږ د ولس فکري امنیت او په لویه کې زموږ ملي امنیت وګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون رئیس او دوه کارکونکي نیولي وو، چې له څو ساعتونو وروسته یې بېرته خوشې کړل.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button