طالبان: سبا د هېواد په سړو سیمو کې ښوونځي پیلېږي

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت مسؤلین وايي، چې سبا د هېواد په ټولو سړو سيمو کې ښوونځي پرانيستل کېږي.

‏یاد وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، چې سبا چهارشنبه د وري یا حمل په ۳مه نېټه د هېواد په سړو سیمو کې ټول ښوونځي، مدرسې، دارالمعلمین، درالعلوم او دارالایتامونه پيلېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په خپرې شوې اعلامیه کې د ښوونځو له ښوونکو او زده کوونکو غوښتنه کړې چې د شرعي او ملي معیارونو سره سم یونیفورم واغوندي.

Back to top button