طالبان: د نجونو ښوونځي له ۷څخه تر دولسم ټولګي تر نامعلومې مودې وځنډول شول

طالبان: د نجونو ښوونځي له ۷څخه تر دولسم ټولګي تر نامعلومې مودې وځنډول شول.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي له ۷ څخه تر دولسم ټولګي پورې تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شول.

باختر خبري آژانس وایي، چې د طالبانو د حکومت پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نجونو متوسطه او لیسې تر نامعلومې مودې نه پرانیستل کېږي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د رهبري غړي هڅه کوي تر څو داسې طرحه جوړه کړو چې نجونې د شریعت، رسم، او افغاني کلتور په جامو کې ښوونځو ته ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت د هېواد د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړی وو.

Back to top button