طالبان: حکومت به یې ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وایي، چې ډېر ژر به د طالبانو حکومت د نړیـوالو لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

متقي زیاتوي چې له نړیـوالو سره د دوئ تعامل رسمي دی، او هڅه کوي چې د نړیوالو مشروعیت ترلاسه کړي. په وینا یې د نړیـوالو لخوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي دي.

امیر خان متقي د طالبانو حکومت د نړیـوالو لخوا په رسمیت پېژندل د افغانانو حق بولي، او د دې کار لپاره سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو د حکومت شاوخوا شپږ میاشتې پوره کېږي خو تر اوسه دغه حکومت د کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button