طالبانو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال له یو کور څخه د۷هاموي ټانګونو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د سرپرست حکومت د‏کابل امنیې قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې نن سهار یې د کابل ښار د دويمې امنیتي حـوزې اړوند سيمه کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال په یو کور کې ۷ هاموي ټانکونه نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته زیاتوي، چې لاهم په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د پلټڼې عملیات په دقت سره مخته ځي لري.

طالبانو څو ورځې وړنداې په کابل او ځینو ولایتونو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. چې تر اوسه یې د کابل ګڼ شمېر سیمو کې د پخوانیو چارواکو له کورونو د وسلو، دولتي موټرو، او له یو شمېر سیمو څخه د اختطافګرو او غلو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي.

د طالب ځواکونو روان چاڼیز عملیات د خلکو، پخوانیو چارواکو او نړیـوالو له غندلو سره مخ شول، چې په دې سره د بښنې نړیـوالې ټولنې له طالب حکومت څخه وغوښتل چې روان عملیات ودروي.

طالب چارواکي وایي چې روان عملیات د هېواد د لا ښه امنیت په موخو په لار اچول شي او په روانو عملیاتو کې ښځینه پولسې هم برخوالې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button