طالبانو د وژل شوې زینب له کورنۍ سره نغدي مرسته کړې

د طالبانو سرپرست حکومت مسولین وایي چې دوئ د زینب عبداللهی له کورنۍ سره ۶۰۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

زینب عبداللهی څو ورځې وړاندې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «مهتاب قلعه» څلور لارې کې د یو طالب سرتیري لخوا په ډزو وژل شوې وه. زینب له یو واده څخه د خپل کور پر لور روانه وه.

څو ورځې وړاندې په کابل کې یو شمېر ښځو لاریون وکړ او د زینب قاتلینو ته یې د سزا غوښتنه وکړه.

طالب چارواکو وایي چې زینب د طالب سرتیري لخوا په تیروتنه کې په ډزو وژل شوې ده او په خبره یې قاتل یې نیول شوی دی.
تیره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مولوي محمد محسن هاشمي او د کابل امنیه قوماندان د غم شریکۍ لپاره د نوموړې کور ته ورغلي و.

طالب چارواکو ویلي چې د زینب قاتل نیول شوی دی او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button