طالبانو د طلوع نیوز درې کارکونکي نیولي دي

کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو مسؤلینو د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون درې کارکونکي نیولي دي.

راپورونه وایي، چې د طلوع نیوز سرپرست رئیس خپلواک صافی، د سیاسي خپرونو چلونکی بهرام امان او د دیني خپرونو چلونکی نافع خلیق پرون ناوخته د طالبانو استخبارتو نیولي دي.

راپورونه زیاتوي چې نافع خلیق تر نیول کېدو وروسته خوشې شوی خو خپلواک صافی او بهرام امان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو  ته څه نه دي ویلي.
دطالبانو دې کړنې له هېواده بهر او دننه غبرګونونه راپارولي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button