طالبانو د رییس‌الوزرا په توګه د عبدالغني برادر ګومارل رد کړل

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټیویټر پاڼه لیکلي، چې د سرپرست حکومت په کابینه کې بدلون نه دی راغلی او د رییس‌الوزرا په توګه د ملا عبدالغني برادر ګومارل یې تشې اوازې بللې دي.

نن یو‌ شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه په درې ورځنۍ غونډه کې یو لړ مهمې پرېکړې شوې دي.

د یادو رسنیو د راپورونو پربنسټ، په دې ناسته کې د طالبانو سرپرسته کابینه کې بدلونونه رامنځته شوي او رییس‌الوزرا هم له دندې لرې شوی دی.

د راپورونو له مخې په یاده ناسته کې پرېکړه شوې چې د محمدحسن اخند پر ځای ملا عبدالغني برادر د نوي رییس‌الوزرا په توګه کومارل شوی. خو د طالبانو ویاند دا ادعاوې رد کړي دي.

Back to top button